اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر احسن اقبال وئيلي دي چې عمران خان د خپ?? سیاسی سباؤن څخه مایوسه كيدو سره د هېواد د معیشت په اړه مایوسي خپروي، د مسلم لیګ (ن) حکومت خر??ب معیشت د ښه كولو ??و هېواد د پرمختګ په پلو ??وان كړے، د سی پیك په نتيجه كښې د لسو كلونو په مهال تر ټولو ??ياته غیرملکي س??مایه کاري شوې ده، دوه ورځې وړاندې هم په نړيواله جریده كښې د پاکستان شميره د نړۍ په ښه معیشتونو كښې شوې۔ د جمعې په ورځ د ځوانانو پلاوي س??ه په خپلو ??برو كښې ده ووئيل ورلډ بانك د پاکستان معیشت په ښه كولو ?? حکومت ستائنه كړې او هېواد كښې روان سیاسی صورتحال ئې معیشت لپاره خطر ګرځولې۔ ده ووئيل د تيرو څلورو كلونو په مهال بيا بيا د معاشي پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅه شوې خو دې سره د هېواد معېشت مخ په وړاندې روان شوے۔ ده ووئيل د سټاك ایکسچینج 53000 پوائنټس سره د تاریخ لوړې كچې ته رسيدلې خو د سیاسی اړې ګړې په وجه دا رجحان په ځائ پاتې نه شو۔ ده ووئيل عمران خان ته دا هم نه ده معلومه چې قرضې د معیشت ښه والې له او كوټلې پرمختيائي پروژو له خرڅ كړې شي نو دې سره هيڅ زيان نه كېږي، د توان او انفرا سټرکچر پروژو سره به د پرمختګ دروازې پرانستلې شي۔