اسلام آباد 03 نومبر ﴿اے پي پي?? د ??ېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ وئېلي دي چې هزاره موټروے او لياري ايكسپرېس وے د بشپړېدو په آخري پړاؤ كښې دي٬د كومو پرانسته به چې راتلونكې مياشت وشي٬د خانيوال۔ملتان موټروے د پروژې د ټهيكې په لګښت كښې د يو ار?? روپۍ بچت شوې۔ده دا خبرې د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كمېتۍ په غونډه كښې كړې دي كومه چې د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔غونډه كښې د نېشنل هائي ??ے اتهارټي٬د مواصلاتو د وزارت آډټ راپور 16-2015 په آډټ اعتراضاتو تفصيلي غور وشو او د خانيوال۔ملتان موټروے٬انډس هائي ??ے٬هزاره موټروے پروژو په اړه اعتراضات ترسره كړی شول۔غونډه كښې د اېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ ووئيل چې د خانيوال۔ملتان موټروے پروژه يو كال وړاندې بشپړیدو پرانسته شوې وه او د دې پروژې د ټهيكې په لګښت كښې د يو ار?? روپۍ بچت شوې۔ده د كمېټۍ غړو ته ووئيل چې مونږ وياړ لرو د سړكونو پروژو ټهيكې وركولو عمل څرګند او سپيځلې كړې شوې چې په نتيجه كښې يې د اربونو روپو بچت شوې د كوم اعتراف چې پخپله د آډټ چارواكو هم كړې۔د آډيټر جنرل آف پاكستان راپور 17-2016 له مخې اېن اېچ اے جولائي 2013 نه تر دسمبر 2016 104 ټهيكې 761.90 ار?? روپۍ ايوارډ كړې د كومو اندازه چې 978.29 ار?? روپۍ وه دغسې 216.39 ار?? روپۍ بچت كړی شوې۔د راپور له مخې اېن اېچ اے د بي او ټي په بنياد د پروژو پېل كولو سره 134.889 ار?? روپو نه زياتې بچت كړی۔ده ووئيل چې د هزاره موټروے د ترسره كېدو په وروستي پړاؤ كښې ده۔د پروژې په لار كښې تكنيكي ستونزې حل كړی شوي دي هيله راتلونكې مياشت به د دې پرانسته وكړې شي۔ده ووئيل چې لياري ايكسپرېس وے هم د ترسره كېدو په وروستي پړاؤ كښې ده او هيله ده چې د دې پروژې پرانسته به هم راتلونكې مياشت وشي