اسلام آب??د 23 نومبر (اے پي پي) د قامي احتساب بيورو( نېب) چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال د بلوچستان پھ كوټه د وفاقي حكومت په بېلو محكمو كښې په جعلي ډوميسائل د بهرتې شوو كسانو د راپورونو نوټس اخستو سره د اسټېبلشمنټ وفاقي سېكتر څخه د بلوچستان په ډوميسائل د بهرتي كېدونكو افسرانو او اهلكارو راپور غوښتې دے ٬ دغسې د جعلي ډوميسائل جار?? كولو په اړه نورې پلټنې دې وكړی ش?? كومې چې د ذمه وارو په ګوته كولو لپاره ضروري دي۔د نېب چيئرمېن جسټس(ر)جاوېد اقبال د اسټېبلشمنټ سېكتر څخه د آغاز حقوق بلوچستان پیكج له مخې د وفاقي حكومت پھ بېلو محكمو كښې د بهرتي كېدونكو افسرانو او اهلكارو تفصيلي راپور هم غوښتې چې د آغاز حقوق بلوچستان پیكج له مخې وفاق او په بلوچستان كښې په څومره ??وكو د بهرتۍ منظوري وركړی شوې٬څومره كسان په وفاق او بلوچستان كښې په ځاې كړی شوي او څومره ??وكۍ تر اوسه خالي پرتې دي او په خالي چوكو آغاز حقوق بلوچستان پیكج له مخ?? تراوسه بهرتۍ ولې نه ده شوې