جهنګ 09 دسمبر (اے پي پي) ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې حكومت د توان د بحران ختمولو او اولس ته د تيارې څخه د نجات وركولو خپل لوظ پوره كړو٬ سپېځلې پروژې به د هېواد د پرمختګ او رغونې پشمول په سي پېك ډېر مثبت آغېر ولري٬ مخالفين دې د بلا جواز تورونو لګولو په ځائ د حقائقو مقابله وكړي٬ حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬ مونږ سياست د محمد نواز شريف نه زده كړې او هغه كله هم په نجي محفلونو كښې كوم مخالف ته پېغور نه دې وركړے٬ د 22 مياشتو دهرنو هېواد څو كاله په شا بوتللې٬ اتحاد جوړونكي به صفر پاتې كېږي٬ داسې معلومېږي چې مخالفين د ټاكنو نه تېښته غواړي٬ يوازې مسلم ??يګ ﴿ن﴾ په وخت ټاكنې غواړي٬ مونږ د پرمختيائي پروژو په اړه د ټولو صوبو مرسته كړې٬ د مسلم ??يګ ﴿ن﴾ وفاقي حكومت په صوبو كښې فرق نه دې كړے٬ زمونږ حكومت په وخت د پروژو ترسره كولو هڅې كوي او د هېواد په هره يوه صوبه كښې د اربونو ډالرو د ماليت پروژې ترسره كولې شي۔ ??زي??اعظم دا خبرې د خالي په ورځ د جهنګ ترېمو بېراج سره نزدې په حويلي بهادرشاه كښې د اېل اېن جي كمبائن سائيكل پنجاب پاور پلانټ د 1263 مېګاواټه د برېښنا پروژې د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د خوشحالې خبره ده چې په ګاز چلېدونكي د پنجاب د څلورم پاور پلانټ د بنياد تيګه كېښودل شوه د كوم وړومبې پړاؤ به چې په 14 مياشتو كښې ترسره شي او د دې څخه به 810 مېګاواټه برېښنا ترلاسه شي او د دې څخه به په 26 مياشتو كښې 1263 مېګاواټه برېښنا په قومي ګرېډ كښې شامله شي۔ ده ووئيل چې محمد نواز شريف په مئي كال 2013م كښې د ټولټاكنو په مهال اولس سره لوظ ??ړے و چې هغه به لوډشېډنګ ختموي او د خلقو ته به د تيارو څخه نجات وركوي٬ د ??زي??اعظم جوړېدو سره ده د برېښنا نوې پروژې پېل كړې٬ كه دا پلانټونه نه و نو د برېښنا كمې به نه و پوره شوے۔ ده ووئيل چې په دې كښې هېڅ شك نشته د مسلم ??يګ ﴿ن﴾ اوسنې حكومت هغه وړومبې جمهوري حكومت دے كوم چې په پاكستان كښې پروژې پېل كولو سره ترسره كړې۔ ده ووئيل چې زه هيله لرم چې څوارلس مياشتې پس به د دې پروژې څخه د برېښنا پېداوار پېل شي او هغه وخت به هم د مسلم ??يګ ﴿ن﴾ حكومت وي۔ ده ووئيل چې په دې پروژو ډېر تنقيد و??ړے شو خو صداقت پكښې نشته٬ دا پروژه د 80 اربه روپو په لګښت جوړولې شي٬ په ټوله نړۍ كښې داسې پروژې جوړولې شي خو په دومر كم لګښت او كم وخت كښې نه ترسره كېږي۔ ??زي??اعظم ووئيل چې د كومې پروژې په اړه د المان كنسلټنټ وئيلي و چې د دې ترسره كېدو لپاره د 36 مياشتو موده پكار ده٬ هغه پروژه په 20 مياشتو كښې ترسره كړې شوې او دا پروژه به د 14 مياشتو په لنډه موده كښې ترسره شي۔ ده ووئيل چې كه د حساب خبره وكړې شي نو د پيپلز ګوند د رېنټل پاور پروژه پېل كړه او په هغې 30 مياشتې موده ولګېده خو يو كلوواټ برېښنا ئې پېدا نه كړه او هېواد د 80 اربه روپو مقروض شو۔ زمونږ او د تېر حكومت په كاكردګې كښې همدا فرق دے۔ ده ووئيل چې په مظفر ګړھ كښې په تېلو چلېدونكې د برېښنا يوه پروژه كار كوي كه هغه بند كړې شي نو هر كال د 30 اربه روپو بچت كېدے شي۔ ??زي??اعظم ووئيل چې په كال 2013م كښې د توان بحران خاتمه په نظر نه راتلله٬ مونږ ته د 10 زره مېګاواټه برېښنا ضرورت و او دا لوي چېلنج و٬ مونږ ته د تېرو 70 كلونو كار په پنځه كلونو كښې كول و او نن مونږ دا چېلنج ترسره كړو او تر كال 2030م مو د برېښنا ضرورت پوره كولو كار پېل كړو۔ ??زي??اعظم ووئيل چې كه ??زي??اعلٰي شهباز شريف نه و نو دا پروژې به نه وې ترسره شوې۔ ??زي??اعظم ووئيل چې د ټېكنوكرېټس حكومت په اړه مو په ورځپاڼو كښې ولوستل۔ ده ووئيل چې تر كال 2008م په هېواد كښې داسې حكومت و٬ د هغه څه كاكردګي وه؟ آيا كومه پرمختيائي پروژه ترسره كړې شوې؟ سي پېك په هغه وخت كښې پېل كېدې شوه٬ دا پروژه د مشرف او پيپلز ګوند حكومت هم جوړولې شوه خو دا د مسلم ??يګ﴿ن﴾ په دور كښې پېل شوه ځكه چې حكومت د اولس باور لرلو۔ ??زي??اعظم ووئيل چې مونږ صوبو ته وئيلي دي چې هغه دې د برېښنا كمپنې واخلي او پخله دې هغه وچلوي٬ لوئې پروژې به وفاق جوړوي۔ ده د پنجاب ??زي??اعلٰي ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د هغه په ډله كښې د شامل احد چيمه په شان د ځوانانو كاركردګي د فخر وړ دے۔ ده ووئيل چې لويو لويو په لس كلونو كښې پروژه ترسره نه كړې خو زمونږ ځوانان ئې په مياشتو كښې پوره كوي كوم چې په نړې كښې ريكارډ دے۔ ??زي??اعظم هيله څرګنده كړه چې مونږ خپل مشن ترسره ??ړے او په راتلونكي اګست كښې به په ټولټاكنو كښې اولس پرېكړه كوي۔ دستورې ته د پنجاب ??زي??اعلٰي محمد شهباز شريف هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې د توان وفاقي ??زي?? سردار اوېس احمد خان لغاري٬ د توان دوهم ??زي?? عابد شېر علي٬ د اوبو دوهم ??زي?? چوهدري انور جاوېد٬ صوبائي ??زي?? ملك نديم ك??مر??ن٬ د چين سفير ژاؤ جنګ٬ د المان سفير٬ وفاقي او صوبائي ??زي??انو٬ د پارلمان غړو كاروباري شخصياتو او خلقو ګډون وكړو۔