د راتلو??كو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد او پې??ډې پشمول په بره پنجاب٬ بره خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې د نور باران٬ په غرونو د واورې او په ځينې سيمو كښې د ږلې ورېدو امكان دے۔ د موسميات محكمه
اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د موسميات محكمې وئيلي دي د راتلو??كو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد او پې??ډې پشمول په بره پنجاب٬ بره خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې د نور باران٬ په غرونو د واورې او په ځينې سيمو كښې د ږلې ورېدو امكان دے۔ د موسميات محكمې راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد او پې??ډې پشمول په پنجاب٬ بره خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې په ځينې سيمو باران شوے۔ تر ټولو زيات باران په اېبټ آباد كښې 33 ملي ميټره او په مالم جبه كښې 10 انچه واوره ورېدلې۔