اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د وفات 70مه ??رځ به د ستمبر په 11مه ن??ټه لمانځلې شي۔ د دې ورځې په مناسبت به په ټول هېواد كښې دستورې٬ سېمينارونه٬ كنفرنسونه او پروګرامونه كولې شي او د فاتحه خوانې اهتما?? به كولې شي۔ د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د ستمبر په 11مه ن??ټه كال 1948 كښې په حق رسېدلې و۔ په دې موقع به د تحريك پاكستان شهيدانو او غازيانو ??شمول د هېواد او قوم خوشحالې٬ استحكام او فلاح لپاره خاص دعاګانې كولې شي۔