پېنډۍ 02 اکتوبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه په درې ورځنۍ دوره ??رد?? ته رسېدلې ٬ جنرال قمر جاوېد باجوہ د ??رد?? باچا عبداﷲ بن الحسېن سره ليدلي او منطقه كښې د امنيتي وضعې او په دوه اړخيزه مرسته ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان ??ه مخې باچا عبدالله حسېن ٬ په امنيت٬ دفاع ٬ پېداوار ٬ تعليم او سرمايه كارۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو د خواهش څرګندونه وكړه ۔ د پوځ سرلښكر باور وركړو چې پاكستان ??رد?? لپاره د قدر وړ جذبات لري او د هر ډول مثبت اقدام ب?? هركلے كوي۔ باچاعبداﷲ بن الحسېن په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ته د دواړو هېوادونو ترمېنځه د فاع او امنيت پحقله د اړيكو په بهترۍ كښې د خدماتو په اعتراف ” آرډر آف ملټري مېرټ” مېډال هم وركړو۔ د دې نه وړاندې د پوځ سرلښكر د ??رد?? د جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد عبدالحلیم سره هم ملاقات وكړو او ورته ئې د په دفاعي اړيكو ٬ تربيې او د شريكو مشقونو پحقله د مرستې وړاندې وركړو۔ د ??رد??ن جوائنټ چيفس آف سټاف د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه مننه كولو سره ووئيل چې ??رد?? پاكستان خپل بهروسه مند شراكت دار ګڼي او او مونږ د دې اړيكو له پراختيا لپاره چمتو يو۔ د دواړو هېوادونو لخوا د امن او استحكام ب??ترۍ لپاره د شويو هلو ځلو او ستراتېژك په اړه د دواړو هېوادونو ترمېنځه په همكارۍ هم د اطمينان څرګندونه وكړه