کوالالمپور 20 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په دوه ورځنۍ سركاري دوره ماليزيا ته د شورو په ورځ رسېدلې۔ د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي?? د خزانې وزير اسد عمر٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د ت??ار?? سلاكار عبدالرزاق داؤد پشمول د لوړې كچې پلاوي هم وزيراعظم سره دے۔ په هوائي مېدان د ماليزيا نا??ب خارجه وزير سناتور مرزوقی بن یحییٰ او د ماليزيا د وزيراعظم د دفتر نائب وزير ډاکټر محمد فرید بن رفیق د دوي هركلې وكړو۔ د خارجه ددفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په مئي كال 2018 كښې د ډاكټر مهات??ر محمد د وزيراعظم جوړېدو نه د كوم غېر ملكي مشر د ماليزيا دا وړومبۍ سركاري دوره ده دغسې د وزیراعظم عمران خان هم دا د ماليزيا وړومبۍ دوه اړخيزه دوره ده۔ دواړه وزيراعظمنان به د ون ټو ون ملاقات نه پس د پلاوو په كچه مذاكرات كوي٬ د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د شريك عزت او احترام ٬ مشتركه عقائدو٬ كلتور او د دوستۍ ٬ افهام و تفهيم په مستحكم بنيادونو اړيكې دي۔ د وزيراعظم عمران خان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوسنيو اړيكو لا مستحكم كېدو او د اقتصادي او ت??ار??ي اړيكو په دوه كښې مرستياله وګرځي