اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د ش??رو په ورځ ايس اي سي پي او سټېټ بانك آف پاكستان سره په اېف اے ټي اېف ايكشن پلان ريګوليټريز د پېشرفت پحقله د جاج غونډې مشري كړې۔ په غونډه كښې د سټېټ بانك آف پاكستان او ايس اي سي پي اي ډي٬د اېف اېم يو ډي جي٬ د اېف اېم يو ليګل ايډوائزر او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال اېس بي پي او اېس اي سي پي په اېف اے ټي اېف ايكشن پلان د عملدرآمد په لړ كښې په پورته كړی شويو ګامونو د پېشرفت څخه خبر كړه۔ د خزانې وزير د دې خواهش څرګندونه وكړه چې پھ اېف اے ټي اېف ايكشن پلان عملدرآمد لپاره خاص وخت سره دې انټرنل ايكشن پلانز باوري كړې شي او دا دې اېف اېم يو سره شيئر كړی شي دغسې چې د اېف اے ټي اېف ايكشن پلان ټول آ??ټمز په ټاكلي م??ده كښې ترسره كړې شي۔ د خزانې وزير ووئ??ل چې نه يوازې دا چې د راروان كال په جنورۍ مياشت كښې دا ايكشن پلان سر ته رسول دي بلكې هغه ايكشنز ته خاص پام لرنه هم كول دي كوم چې به د راروان كال مئي او ستمبر مياشت كښې د اېف اے ټي اېف اپ ډېټ كولو له ضروري دي۔ د غونډو دا لړۍ د ش??رو په ورځ بشپړ شوه۔