اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري وئېلي دي حكومت د بهر ??ېشته پاكستانيانو لخوا په ترسيلات ز?? كښې زياتوالي لپاره د قانوني ذريعو د لارې پیسې پاكستان ته په رالېږلو كار كوي٬د بانكونو مشكل ټرانزېكشن سسټم به آسانولې شي۔پھ دې وخت كښې د 15 اربه ډالرو نه زيات?? پېسې د هنډي سسټم د لارې پاكستان ته رالېږلې كېږي۔ده دا خبرې اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل هغه د بهر ??ېشته پاكستانيانو مننه كوي كومو چې په خواري كولو سره د روان كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې د 7419.98 ملينه ډالرو ترسيلات زر پاكستان ته رالېږلې دي۔ده ووئيل هر ??ال بهر ??ېشته پاكستانيانو 20 اربه ډالره په قانوني طريقه پاكستان ته رالېږلې دغسې 15 اربه ډالره د هنډي د لارې رالېږلې كېږي۔ده ووئيل حكومت داسې اقدامات كوي چې بهر ??ېشته پاكستانيان په آسانه خپل?? پېسې پاكستان ته راولېږي۔په دې لړ كښې د بانكونو سخت پړاؤنه آسانولې شي۔