اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د بشري ??قو??و وفاقي وزيرې ډاكټر شیرین مزاري وئيلي دي چې د ماشومانو د ??قو??و او د دوي تحفظ نه يوازې د رياست بلكې د دوي د كورنۍ هم ذمه واري ده چې ھغوي د ماشومانو تحفظ او د ??قو??و خيال وساتي٬ زمونږ په هېواد كښې ټول قوانين موجود دي خو په دې عملدرآمد ته اړتيا ده٬ د بشري ??قو??و وزارت زېب الرټ بل وړاندې كوي چې مقصد ئې ماشومانو سره د زياتو نه يوازې تدراك كول دي بلكې د ھغې ??ېشګي مخنيوي هم دے۔ وفاقي وزيرې د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سپارك سوسائټۍ په مرسته د ماشومانو ??قو??و پحقله سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع سناتور بېرسټر محمد علي سېف، د اسلامي نظریاتي کونسل سېكتر ډاكټر حافظ اکرام ا??حق، ډاکټر ظفرالحق اقبال، سینئر صحافی مطیع اﷲ جان، د سپارك اېګزیکټو ډائرېکټر شجاع چیمه او نور چارواكي هم موجود وو۔ دې ووئيل په پي ټي وي به د ماشومانو پحقله بشپړه كمپائن پېل كوٶ٬ د ماشومانو د ??قو??و او د دوي تحفظ نه يوازې رياست بلكې دوي د كورنۍ هم ذمه واري ده چې ھغوي د ماشومانو تحفظ او ??قو??و خيال ساتي٬ زمونږ په هېواد كښې ټول قوانين موجود دي خو په دې عملدرآمد ته اړتيا ده۔ دې ووئيل د اسلام آباد په چائلډ پروټیکشن ایکټ عملدرآمد پلو هم پېشرفت روان دې خو د ډېرې مودې نظر انداز كړې شوې څيزونه سمول څه آسان كار نه دے ۔سېمينار ته سناتور بېرسټر محمد علي سېف، د اسلامي نظریاتي کونسل سېكتر ډاكټر حافظ اکرام ا??حق، ډاکټر ظفر الحق اقبال، سینئر صحافی مطیع اﷲ جان او نورو هم وېنا وكړه