اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) اعلیٰ چارواكو او تجزيه كارو د سع??دي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دوره يوه تاريخي موقعه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ ټولو څانګو كښې مرستې ته وده ترلاسه شي۔ د رېډيو پاكستان حالات حاضره پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال دوئي ووئيل دې دورې سره به د قومي معيشت پرمختګ او د غېر مل??ي سرمايه كارۍ وده كښې مرسته ترلاسه شي۔ د نړيوالو چارو كارپوهې ډاكټر هما بقائي ووئيل د سع??دي ولي عهد دوره د دواړو هېوادونو ترمينځھ د مضبوطې خپلولۍ عكاسي كوي چې ورسره به د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو تزویراتی او اقتصادی مرسته په شراکت??ار?? كښې د بدلولو موقع ترلاسه شي۔ ده ووئيل د هند لخوا پلوامه پېښه كښې د ككړ كولو سازش په اړه پاكستان لپاره غوره موقع د?? چې سع??دي مشرتابه دې څخه ??بر كړي۔ اقتصادی كارپوهه مرزا اختیار بېګ ووئيل پاكستان د معيشت بېلو مسئلو سره مخ دے بياهم د تجارت ٬ كركيلې او سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې سع??دي سرمايه كارۍ سره به نړۍ ته يو مثبت پېغام لاړ شي۔ تجزيه كارو ووئيل د سع??دي ولي عهد دې دورې سره به هېواد كښې د اېف ډي آئي شرح زياته شي او د اقتصادي او صنعتي هلو ځلو ودې سره به په قومي معشيت په زړه پورې اغېز راشي۔ دوئي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ تاريخي اړيكې به سباؤن كښې لا مستحكم او پراخا شي