اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان امر كړې چې د روژې په مياشت كښ?? د خوراك څښاك څيزونو وركړه دې نه يوازې باوري كړې شي بلكې د ضرورت ټول څيزونه دې په مقرره بېعه اولس ته ترلاسه وي٬ انتظامي چارواكي دې په فيلډ كښ?? خپله موجودګي باوري كړي او د منافع خورو او ذخيزه كوٶنكو په ضد دې په سمدستي توګه اېكشن واخلي ٬ د برېښنا٬ ګاز او اوبو مانيټرنګ لپاره دې په صوبائي كچه كنټرول روم جوړ كړې شي ٬ دغسې چې د فيلډ چارواكو لخوا هره ورځ د رالېږلې شوې راپورونو جاج واخستې شي او د روژې په مياشت كښ?? انتظامي كنټرول لا موثره كړې شي۔ وزیراعظم دا احكامات د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښ?? د رمضان پېكېج كال 2019 په لړ كښ?? د لوړې كچې غونډې په مهال وركړي۔ په دې موقع د تجارت صلاحكار عبدالزراق داؤد، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ، د پنجاب وزیراعلیٰ سردار عثمان بزدار، د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمود خان، د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكتر فردوس عاشق اعوان، خاص صلاحكار یوسف بېګ مرزا، وياند ندیم افضل چن، صوبائي وزيران مخدوم هاشم جوان بخت، میاں عاصم اقبال، تېمور سلیم جھګړا، وفاقي او صوبائي سېكتران ٬ چيف سېكتران او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د اولس د ستونزو نه ښه خبر دے او حكومت هره ممكنه هڅه كوي چې اولس ته ټولې ممكنه آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د روژې په مياشت كښ?? د خوراك څښاك څيزونه په ټاك??ې ??يعه وركول باوري كولو لپاره دې انتظاميه په ضلعي ماركيټونو كښ?? فعاله كردار ٬ د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمېنځه را??طې او د صورتحال پرله پسې مانيټرنګ ډېر اهميت لري۔ وزیرِاعظم واضح امر وكړو چې د منافع خورو او د ذخيره كوٶنكو په اړه ګيلې به اونه زغملې شي او انتظاميه دې د دغه عناصرو په ضد په سمدستي توګه كاروائي باوري كړي ۔ وزیرِاعظم ووئيل د روژې مياشت له مخې اړوندو وزارتونو ته امر شوې چې د پېشمني او روژه ماتي په وختونو كښ?? د برېښنا ٬ ګاز او اوبو ترلاسه وركړه باوري كړې او د امن او امان په صورتحال هم نظر وساتئ۔ په دې موقع صوبائي وزيرانو او اړوند سېكترانو وزيراعظم د روژې په مهال د خوراك څښاك څيزونه د ټاكلې بيعې له مخې وركولو ٬ د منافع خورو او ذخيره كوٶنكو حوصله شكنۍ په اړه په صوبائي كچه د پورته كړو ګامونو نه خبر كړو۔ د پنجاب چيف سېكتر وزیراعظم ته ووئيل شول سږ كال پنجاب كښ?? د دريو سوو نه زيات رمضان بازارونه جوړ كړې شوي چرته چې به د خوراك څښاك لس ضروري څيزونه په سبسډي وركولې شي او د نور 12 څيزونه به د تهوك په بيعه وركولې شي٬ په لسو څيزونو كښ?? اوړه٬ چيني ٬ ټماټر ٬پياز ٬ لېمبو ٬ ورېژي ٬ د چڼو دال٬ بېسن او غوړي شام?? دي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول په رمضان بازارونو كښ?? به چيني په 55 روپۍ كلو او لس كلو اوړو به په 290 روپۍ وركولې شي او دغسې د غوړو او د ضرورت نور څيزونه په ارزانه بېعه وركولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا چیف سېکتر د روژې په مياشت كښ?? د صوبائي انتظاميې لخوا د پورته كړو اقداماتو نه وزيراعظم خبر كړو۔ په دې موقع وزيراعظم امر وكړو چې رمضان بازارونو كښ?? د وركړې كېدونكو څيزونو معيار باوري كولو ته دې هم خاص پاملرنه وكړې شي