اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی) د چين دوهم اولس مشر وانګ كي شان د اتوار په ورځ د اولس مشر عارف علوي سره په ايوان صدر كښې ليدلې دي۔اولس مشر د چين دوهم اول مشر د چين په 70مه سالګره مباركي وركړې۔ده ووئيل پاكستان او چين ژورې تاريخي او كلتوري اړيكې لري او دواړه هېوادون?? د ??و بل په بېلو معاملاتو مرسته كوي۔د وزيراعظم عمران خان په اپرېل كښې د چين دورې ذكر كولو سره اولس مشر ووئيل دغې دورې سره د دواړو هېوادونو اړيكې لا مضبوطې شوي ۔اولس مشر د بېلټ اينډ روډ اقدام په حقله د چين اولس مشر جي ژن پنګ ستائنه وكړه۔د?? د ??اكستان په قامي پرمختګ كښې د سي پیك اهميت وستائېلو او د دغې زر تر زره په بشپړولو يې زور راوړو۔اولس مشر د معاشي او تجارتي اړيكو لا زياتولو پخلې هم وكړو۔دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه په كلتوري اړيكو اطمينان ښكاره كړی شو۔اولس مشر عارف علوي په اولسي كچه د اړيكو لا زياتولو او دا تر نورو څانګو پراخه كولو زور راوړو دغسې ده د چين په سيمه كښې امن او استحكام له كردار وستائېلو او د س??ئې??ي آسيا په ا??سن?? وضعه هم خبرې وكړی شوې۔د دې په ځواب كښې د چين دوهم اولس مشر د خپل قيادت پیغام ده له وركړو او د پاكستان او چين اړيكو لا مخ په وړاندې بوتللو او قوي كولو لپار?? د ??وظ پخلې وكړو دغسې هغه د چين د اړخ?? د ??اكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي هلو ځلو له د زړه پورې مرستې باور وركړو