اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د كشمير او ګ??ګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په شمالي وزيرستان كښې په پوځي ګاډي د ترهګرو په بريد كښې ګ??ګت بلتستان سره د تعلق لرونكي پوځي ??فس?? كرنل راشد كريم په شهادت خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې ګ??ګت بلتستان سره تعلق لرونكي يو بل بهادر بچي د خپل خوږ وطن حفاظت او په پاكستان كښې امن لپاره د خپلې وينې قرباني وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې د ګ??ګت بلتستان د اولس لخوا د پاكستان حفاظت لپاره يو اوږد تاريخ جوړ شوے چې پكښې د كرنل راشد كريم په شان د بهادر ??فس?? شهادت يوه بله اضافه ده۔ ده د كرنل راشد كريم كورنۍ سره غمرازي وكړه او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې د ارواښاد درجې لوړې كړي او د هغه كورنۍ ته دې ?? زغم توفيق وركړي۔