كوئټه 22 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق ??ادري وئيلي دي چې پاكستان په نړۍ كښې اقليتونو لپاره تر ټولو محفوظ هېواد دے٬ په كوئټه كښې د هزاره ورورولې په هدفي وژنه اندېښنه لرو٬ د دوي په غم كښې برابر شريك يو٬ د ټولو مذهبونو خلقو رايوځائ كولو مقصد د مسلمانانو او غېر مسلمو ترمېنځه همغږي پېدا كول دي۔ د خالي په ورځ په كوئټه كښې د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې دا ډول كنفرنسونه د دې نه وړاندې په اسلام آباد٬ لاهور٬ كراچې او پېښور كښې هم شوي دي چې مقصد ئې په هېواد كښې د مذهبي همغږۍ او امن پېغام وركول دي۔ ده ??وئيل چې پاكستان د بېلا بېلو كلتورونو٬ ژبو او رنګونو هېواد دے٬ په هېواد كښې ورورولې٬ تحمل او زغم ته د و??ې وركولو ضرورت دے۔ ده ??وئيل چې پاكستان زمونږ هېواد دے او د دې هېواد استحكام او اصل څېره نړۍ ته ښودل دي۔ ده ??وئيل چې وزيراعظم عمران خان په پاكستان كښې اقليتونو ته د دوي جائز مقام او مذهبي آزادې لپاره هڅې كوي۔ ده ??وئيل چې په پاكستان كښې اقليتونه هم د مسلمانانو پشان ټول حقوق لري۔ ده ??وئيل چې پ??ره باور سره وايم چې پاكستان په نړۍ كښې اقليتونو لپاره تر ټولو محفوظ هېواد دے۔