اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې كشميريانو سره د نړۍ د قومونو د شوي هغه لوظ نن 71 كاله پوره كېدونكي دي د كوم له مخې چې د جمو او كشمير شخړې حل لپاره د ملګرو ملتونو په څارنه كښې خپلواكې لپاره د رائې حق وركول وو، ملګرو ملتونو كشميريانو ته د خپلواكې د حق وركولو ملاتړ كړے و او په دې لړ كښې ئې قرارداد منظور كړے و. د خپلواكې د حق ورځې په موقع په خپل پېغام كښې خارجه وزير ووئيل چې دا هغه حق دے كوم چې د نورو ټولو بنيادي انساني حقونو او آزادو سرچينه ده. ده ووئيل چې د افسوس خبره دا ده چې كشميريانو ته تر اوسه دا حق ورنه كړے شو بلكې دوي د هند په قبضه كښې په جمو و كشمير كښې بدتره ستونزو، ظلمونو او ناقابل بيان جبر او استبداد سره مخ دي. د اوو لسيزو تېرېدو سره هم د كشميريانو بنيادي انساني عزت او وقار تر پښو لاندې كولې شي. د ملګرو ملتونو او په خاص توګه د سلامتي كونسل ذمه واري ده چې كشميريانو سره كړې خپل لوظ پوره كړي. ده ووئيل چې د هند لخوا د كال 2019م د اګست په 5مه نېټه د اقدام مقبصد په مقبوضه جمو او كشمير كښې د آبادۍ تباسب بدلول دي خو د هند دا ناوړه اقدامات نړۍ رد كړي دي. ده ووئيل چې په مقبوضه سيمه كښې د هند جبر روان دے. د كشميريانو د لاك ډاٶن او د محاصرې 153 ورځې پوره كېږي. ده ووئيل چې نړيوالې ټولنې ته به د كشميريانو د بنيادي انساني حقونونو او آزادې ملاتړ كول وي او په هند به زور وركول وي چې د ملګرو ملتونو مشن ته مقبوضه سيمې ته د تللو اجازه وركړي. ده ووئيل چې په دې موقع د پاكستان لخوا يو ځل بيا بهادر كشميري اولس ته باور وركوم چې تر څو دوي د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړے او دوي په خپلو هڅو كښې نه وي بريالي شوي، پاكستان به د دوي سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ په بشپړه توګه روان ساتي.