GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزیراعظم عمران خان چھاچھرو كښې د صحت انصاف كارډ وېشلو په موقع اولسي غونډې ته وېنا

image
APP59-08 CHACHRO: March 08 - Prime Minister Imran Khan addressing the gathering during Sehat Insaf Card distribution among the beneficiaries during a ceremony. APP photo by Akram Ali

چھاچھرو 08 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاکستان وسله وال ځواكونه او اولس په بشپړه توګه يو موټې او چمتو دي٬ د مورني هېواد سالميتيا ٬ تحفظ او د آزادۍ په خاطر به ټول قام د وينې تر آخري څاڅكې جنګېږي٬ كه په پاكستان بريد وكړې شو نو بشپړ ځواب به وركولې شي ٬ د انسانانو په وېشلو او د كركې په سياست باور نه لرو٬ پاكستان سوله ايز هېواد دې٬ پاكستان كښې مېشته اقليتونه يو برابر وګړي دي٬ په نېشنل اېكشن پلان به په بشپړ عمل درآمد كولې شي٬ كه د بلاول پلار كرپشن او مني لانډرنګ څخه يوټرن اخستې ؤ نو نن به په مشكل كښې نه وو او د نېب او د عدالتونو چكرې به ئې نه وهلې٬ د بلاول پلار ٬ بلاول هم د سختو سره مخ كړې ٬ وفاقي حكومت چې د صوبې بهترۍ له څه كولې شي كوي به۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ چھاچھرو كښې د صحت انصاف كارډ وېشلو په موقع اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعیل او ارباب غلام رحیم هم موجود وٶ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د ټولټاكنو نه پس په وړومبي ځل اولسي غونډې ته وېنا كوم٬ نن تهرپاركر ته دې لپاره راغلې يوو ځكه چې دا د پاكستان لرې او پاتې سيمه ده٬ دلته 70 فيصده خلق د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي٬ مناسب خوراك په نه ترلاسه كېدو په تېرو دريو څلورو كالو كښې دلته 1300 ماشومان مړه شوې ۔ وزیراعظم ووئيل اقتدار كښې له د راتللو زما د ټولو نه لوے مقصد خلق د غربت نه خلاصول دي ٬ دلته د غربت شرح د ټولو نه زياته ده او دې لپاره مې دلته د راتللو پرېكړه كړې۔ وزیراعظم ووئيل د اتلسم بدلون نه پس زياتره اختيارات صوبو سره دي خو د وفاقي حكومت نه چې څومره كښې كېږي ھغه به مونږ كوٶ٬ د انصاف صحت كارډ تقسيم د دې سلسلې يو كړۍ ده ٬ ده ووئېل نن به يو لك 12 زره كورنيو ته دا كارډونه وركولې شي٬ دې سره به غريب او بې وسه خلقو ته د خپلې كورنۍ درملنې له آسانۍ ترلاسه شي٬ د كارډ له مخې د كورنۍ په سر 7 لكه 20 زره روپو آسانۍ وركړې شوې ۔ وزیراعظم ووئيل تهر پاركر كښې به دوه موبائل روغتونونه كار پېل كړي٬ چې پكښې به د آپرېشن آسانۍ وي كوم چې به په لرې پرتو سيمو كښې خدمات ترسره كوي او د دې نه علاوه څلور اېمبولېنس ګاډي هم په سمدستي توګه وركړې كېږي۔ ده ووئيل تهر پاركر كښې د سكرو په شكل كښې تور سره زر پراته دي٬ څنګه چې سره راوباسو د تهر پاركر ٬سندھ او د پاكستان تقدير به بدلېږي۔ وزيراعظم ووئيل پخوا چې به په لرو پرتو سيمو كښې معدنيات موندلې كېدل نو پېسه به په ځائي اولس نه خرڅ كېدله٬ اوس دا پاليسي په بشپړه توګه بدله شوې٬ اوس چې به كومه سيمه كښې معدنيات موندلې كېږي په ځائي اولس به خرڅ كولې شي ځكه چې مونږ غواړو چې بې وسه اولس راوړاندې كړو٬ ده ووئېل د تهر پاركر اولس دې باور اوساتي ٬ د سكرو څخه ترلاسه ټول وسائل به په ځائي اولس خرڅ كولې شي۔ وزیراعظم تھرپارکر كښې د اوبو سلو پلانټونو لګولو هم اعلان وكړو۔ ده ووئيل د لوړې سيمې په سبب دلته د لمر څخه د برېښنا پېدا كولو موقعې زياتې دي ٬ دغه پلانټونو ته به د لمر توان څخه برېښنا وركولې شي او پاتې برېښنا به ځائي كليو ته هم وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل په سپاسنامه كښې چې كومې غٶښتنې شوې د بشپړولو به ئې هڅې كوٶ٬ د سندھ واكمنو ته به هم وائيو چې د مفاد عامه له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ده ووئيل تهر پاركر ته د راتللو دوېم مقصد دا دے چې دلته نيمه آبادي د هندو ورورولې ده ۔ ده ووئيل هند كښې چې څه روان دې او هلته چې اقليت كومو ستونزو سره مخ كېږي ھغه د افسوس وړ دي ٬ د ملګرو ملتونو په اوسني راپور كښې هم وئيلي شوې چې هند كښې د اقليت په ضد كركه او تشدد زياتېږي او هندي واكمن اقليتونو ته تحفظ نه وركوي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حكومت پاكستان كښې هندو ورورولۍ او اقليت سره ولار دې٬ په اقلتيونو به هېڅ ظلم او تشدد اونه زغموو ٬ قائداعظم محمد علی جناح زما رول ماډل دے٬ قائداعظم محمد علی جناح انسانان وېشل نه غوښتل٬ ھغه هندوان او مسلمانان يو موټې كولو سره د انګرېزانو نه آزادي غوښتله ٬ چې څه وخت هغه اوليدل چې اندېښنه ده چې كانګرېس كوم هند غواړي هلته به اقلتيونه محفوظ نه وي ځكه قائد پاكستان جوړولو لپاره خپله لاره جلا كړه٬ ده ووئېل نن په هند كښې مېشته مسلمانان هم دا تسليموي چې د بابائے قام اقدامات سم وو٬ پاکستان دې لپاره جوړ شوې ؤ چې اقليتونه محفوظ وي ٬ ځكه زمونږ فرض دي چې مونږ د اقليتونو تحفظ باوري كړو٬ پاکستان كښې مېشته اقليتونه برابر وګړي دي او دوي ته به بشپړه حقونه ترلاسه وي او دوي سره به هېڅ ډول امتياز نه كېږي ۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل د انسانانو په وېش ووټ اخستل آسان سياست دے٬ كراچۍ كښې په دې وجه تباهي راغلې چې يو كس اقتدار لپاره كركه خپره كړه او د كركې په بنياد ئې ووټ واخست ٬ كه د كركې سياست نه وي نو نن به كراچۍ د دبئۍ مقابله كوله ٬ ده ووئېل د دې ډول سياست له امله سوداګرو تجارت پرېښود او ماليزيا ٬ دبئۍ او نورو ځايونو ته منتقل شول٬ دا هر څه په دې وجه وشول ځكه جې يو كس د كركې په بنياد سياست كولو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل پاكستان كښې چا د پښتون چغه ووهله ٬ د ھغه منزل اقتدار ٶ٬ چا د بلوچ چغه ووهله او دغسې ځينې خلقو د ضرورت له مخې پنجاب كښې جاګ پنجابي جاګ چغه ووهله۔ وزیراعظم ووئيل د پلوامه بريد نه پس مقبوضه کشمیر كښې وګړي او هند كښې مېشته مسلمانانو سره چې د ظلم او ستم كومې پېښې رامخې ته شوې ھغه د افسوس وړ او د انسانيت په ضد دي۔ ده ووئيل يو وخت ٶ كله چې مهاتما ګاندهي هندي مسلمانانونو لپاره بھوک ہڑتال كولو او نن مودي په مسلمانانو او اقليتونو ظلمونه كوي٬ مودي د پاكستان په ضد كركه او د جنګ ماحول جوړولو سره په ټاكنو كښې كاميابي غواري۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د نبي کریمۖ امتيان يوو ، نبې کریمۖ رحمت المسلمین نه بلكې رحمت اللعالمین دے٬ زمونږ رب٬ رب المسلمین نه بلكې رب العالمین دے، دې لپاره مونږ د انسانانو د تقسيم په ځائ د دوي د په جمع كولو باور لرو ٬ مونږ ھغه نه كوٶ كوم چې نن په هند كښې كېږي۔ ده ووئيل پاکستان امن غواړي٬ حكومت هندي پائيلوټ بېرته ولېږلو ځكه چې مونږ جنګ نه غواړو٬ د پلوامه بريد نه پس زمونږ موقف ٶ چې د پېښې پلټنو كښې مرستې له چمتو يو خو چا ته دې بايد غلط فهمي نه وي٬ ده ووئېل دا نوې پاكستان دې٬ كله چې مونږ اقتدارې ترلاسه كړو نو ھغه وخت مې هم وئيلي وٶ چې په نيمه وچه كښې د غربت شرح زياته ده دې لپاره پاكستان او هند له به امن ٫ تجارت او د سرمايه كارۍ موقعې زياتولو ته پاملرنه كول وي خو ما ته نه وه معلومه چې مودي كركه خپرولو سره ووټ اخستل غواړي۔ وزیراعظم ووئېل ټېپو سلطان زمونږ هېرو دے او مونږ يو خپلواكه قام يو ٬ ټېپو سلطان د غلامۍ د ژوند په ځائ مرګ ته ترجيح وركړې وه ځكه ھغه د پاكستانيانو رول ماډل دے۔ وزیراعظم واضح كړه چې هند يا بل سپر پاور كه دا ګڼي چې مونږ غلامان يوو نو مونږ واضح كوٶ چې زه او زما قام به د خپلې آزادۍ په خاطر د وينې تر آخري څاڅكې جنګېږو۔ وزیراعظم ووئيل مونږ هېواد ته سرمايه كاري راوړل غواړو دغسې چې اولس ته زورګار ترلاسه شي ٬ هېواد كښې امن او استحكام وي۔ وزیراعظم ووئيل زه د سندھ خلقو ته دا پېغام وركول غواړم چې مونږ په تېرو ټاكنو كښې د سندھ دننه په ښه ډول كمپائن نه ٶ چلولې ٬ کراچۍ كښې مونږ كمپائن چلولې ٶ او كراچۍ كښې انقلابي بدلون راغلې ٬ نن زه اعلان كوم چې د سندھ دننه د ټولو ضلعو به دوره كوٶ٬۔ وزیراعظم ووئيل په تېرو لسو كالو كښې چې سندھ كښې سره څه شوي د ټولو په وړاندې دي٬سندھ كښې 530 اربه روپۍ څرخ شوې٬ 1500 اربه پرمختيائي بجټ ٶ ھغه څه شو ٬ ٬ د كاغذ په ټكړا څوك ليډر نه شي جوړېدې۔ ده ووېيل بلاول اسمبلۍ كښې په انګرېزۍ كښې وېنا وكړه ٬ ھغه ته معلومه نه ده چې پاكستان كښې ډېر كم خلق په انګرېزۍ پوهېږي٬ د ھغه په انګرېزۍ زياتره خلق په خاص توګه (ن) ليګ او د جے يو آئي كسان نه پوهېدل او دومره ېرېدل چې ناسم اړخ ته ېې لمونځ وكړٶ۔ ده ووئيل بلاول په خپله وېنا كښې د يوټرن خبره وكړه ٬ بلاول كه هڅې كړې وي نو ورته به معلومه شوې وه چې منزل او هدف ترلاسه كولو لپاره يو ټرن اخستلې كېږي ٬ كه د دې په مطلب بلاول او د ھغه پلار پوهېدې نو نن به په مشكل كښې نه و ٶ٬ ده ووئېل پروېز مشرف د امريكې په فشار د بلاول پلار ته اېن آر او وركړې٬ دې اېن ار آو څخه د سوئټزرلېنډ بانكونو څخه 60 مېليونه ډالره د ھغه پلار ته ترلاسه شوي ٬ د سرے محل په اړه اسمبلې كښې ووئيل شول ھغه د دوي نه دے اوس ئې ھغه هم ترلاسه كړې٬۔ وزیراعظم ووئيل زه به سباٶن كښې د سندھ اولس له راځم او مونږ به هڅه كوٶ چې وفاقي حكومت څخه صوبې له څه كېدې شي هغه وكړې شي۔ ده ووئيل وفاق سره 5500 اربه روپۍ په كلنه توګه وي چې پكښې دوه زر اربه د قرض په قسط وركول ويې٬ 2500 زره اربه روپۍ صوبې واخلي ځكه 600 اربه زيان څخه مونږ بجټ پېل كوٶ۔ ده ووئيل په سرمايه كارۍ كښې اضافه ٬ رېوينو زياتول او د ټېكسونه دائره كار كښې اضافې سره به بهتري راشي او چې كوم هم وسائل پېدا شي مونږ به هڅه كوٶ چې د ټولو نه وړاندې په تهرپاركر ٬ سوئيلي پنجاب او د فاټا غونډې پاتې سيمو باندې خرڅ كړې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں